افغان غږ خبری آژانس – کابل: د باختر دولتي آژانس خبر ورکړی دی چې دغه ورکشاپ د یونیسف موسسې په مالي مرسته او د اوبو او انرژۍ وزارت په همکارۍ د څلورو ورځو لپاره په لاره اچول شوی وو.
د دغه ورکشاپ په پیل کې د اوبو او انرژۍ وزارت معین مجیب الرحمن عمر اخندزاده په هېواد کې د اوبو سکتور وضعیت ته په اشارې سره وویل چې په افغانستان کې د اوبو مدیریت هراړخیزې همکارۍ ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړه، موږ له ټولو ملي او نړیوالو سازمانونو او هېوادونو څخه چې د اقلیم د بدلون پر وړاندې یې په بریالیتوب سره مبارزه کړې، غوښتنه کوو چې د اوبو د سرچینو په مدیریت کې له موږ سره مرسته وکړي.
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت مرستیال د افغانستان په کلیو کې د اوبو د کمښت وضعیت نازک وباله او په دې برخه کې یې د نړیوالو سازمانونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د یونیسف د اوبو او روغتیاساتنې مسوول ډومینیک پورټیوډ وویل چې د دغه ورکشاپ د جوړیدو موخه د معلوماتو شریکول، د ساینسي او تخنیکي تجربو تبادله او د اوبو مدیریت او په افغانستان کې د اقلیم د بدلون د اغیزو کمولو لپاره د ممکنه حل لارو موندل دي.
له بلې خوا په افغانستان کې د یونیسف ادارې استازي فران اقویزا هم د ګډو همکاریو په لاره کې د همغږۍ لپاره د دا ډول ورکشاپونو جوړول ګټور او ارزښتناک وبلل.
د يادونې وړ ده، چې په دې ورکشاپ کې د اوبو او انرژۍ وزارت او نورو بنسټونو تخنيکي مسوولينو د يوه ګروپ په بڼه د اوبو د سرچينو د وضعيت، ننګونو او ممکنه حل لارو په اړه خبرې او نظرونه تبادله کړل.