دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۲۵
د مطلب کود : 277480
په ټول هیواد کې نږدې ۲۰۰ جادوګران نیول شوي
د امر به معروف او نهی عن المنکر وزارت وياند وايي، چې د دغه وزارت ځواکونو د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د ښځو په ګډون نږدې ٢٠٠ جادوګران نيولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د امر به معروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر رسنیو ته وویل چې په ټول هېواد کې د ښځو په ګډون شاوخوا ۲۰۰ جادوګران نیول شوي دي.
 
  د امر به معروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند ټینګار کړی، که څوک دا کار وکړي، عدلي او قضايي ارګانونو ته به معرفي شي او قانوني چلند به ورسره وشي.
 
هغه يادونه وکړه چې "په ولايتونو کې د نيول شويو جادوگرانو شمېر له سلو څخه زيات دى. یوازې په کابل ښار کې ۶۷ جادوګر چې یو شمېر یې ښځې دي، نیول شوي او ډېری یې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.
 
د امر به معروف او نهی عن المنکر وزارت وياند زياته کړه، چې ديني عالمان جادوګري د اسلام له نظره حرام ګڼي او عمل يې په ټولنه کې د فساد د پراختيا لامل دى.
 
https://avapress.com/vdcdj50xzyt05o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته