دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۸
د مطلب کود : 277337
افغان ورزشکار د موی تای د سیالیو د اتلولۍ جام وګاټه
شاهین، د افغانستان د موی تای اتل او د سوک وهنې د نړیوالې شورا (WBC) کمربند لرونکی د روسیې یعقوب عمري ته په ماتې ورکولو سره د موی تای د اتلولۍ کمربند وګاټه.
افغان غږ خبری آژانس: د دغو دوو ورزشکارانو تر منځ وروستۍ لوبه د چهار شنبې په شپه په ټایلنډ کې د ۶۳ کیلو ګرامو په وزن کې ترسره شوه، چې شاهین یعقوب عمري ته په دوهم پړاو کې ماته ورکړه.
 
هغه لومړنی افغان لوبغاړی دی چې په دغو سیالیو کې یې د اتلولۍ کمربند وګاټه.
 
د شاهین اتل په خپل سپورتي ریکارډ کې په بهرنیو سیالیو کې د سرو زرو اته مډالونه او درې بریاوې لري.
 
تېره میاشت شاهین هم له خپل تایلنډي سیال سره سیالي وکړه، چې په لومړي پړاو کې یې خپل حریف ته ماتې ورکړه.
 
https://avapress.com/vdcexf8wfjh8fxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته