کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان ورزشکار د موی تای د سیالیو د اتلولۍ جام وګاټه

6 میزان 1402 ساعت 9:58

شاهین، د افغانستان د موی تای اتل او د سوک وهنې د نړیوالې شورا (WBC) کمربند لرونکی د روسیې یعقوب عمري ته په ماتې ورکولو سره د موی تای د اتلولۍ کمربند وګاټه.


آوا: د دغو دوو ورزشکارانو تر منځ وروستۍ لوبه د چهار شنبې په شپه په ټایلنډ کې د ۶۳ کیلو ګرامو په وزن کې ترسره شوه، چې شاهین یعقوب عمري ته په دوهم پړاو کې ماته ورکړه.
 
هغه لومړنی افغان لوبغاړی دی چې په دغو سیالیو کې یې د اتلولۍ کمربند وګاټه.
 
د شاهین اتل په خپل سپورتي ریکارډ کې په بهرنیو سیالیو کې د سرو زرو اته مډالونه او درې بریاوې لري.
 
تېره میاشت شاهین هم له خپل تایلنډي سیال سره سیالي وکړه، چې په لومړي پړاو کې یې خپل حریف ته ماتې ورکړه.
 


د مطلب کود: 277337

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277337/افغان-ورزشکار-د-موی-تای-سیالیو-اتلولۍ-جام-وګاټه

آوا
  https://www.avapress.com