دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۵۵
د مطلب کود : 277220
د هانګزو اسيايي لوبې؛ محسن رضايي د برونزو مډال وګاټه
د افغانستان د تکواندو د ۵۷ کیلو ګرامه ورزشکار محسن رضايي د چین په هانګزو ښار کې په اسیايي لوبو کې د برونزو مډال وګاټه.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د تکواندو د ملي لوبډلې لوبغاړي محسن رضايي د چین په اسیايي لوبو کې د ۵۸ کیلو ګرامه تکواندو په سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه.
 
هغه له تاجکستان، جاپان او قزاقستان څخه سیالانو ته ماتې ورکړه، خو په څلورمه لوبه کې یې خپل کوریايي سیال ته ماتې ورکړه.
 
رضايي وايي، چې په څلورمه لوبه کې يې د ګوتې ماتې شوې او "ښه کارکردګي" نه شي کولی.
 
د رضايي مډال د هانګزو په اسيايي لوبو کې د افغان ورزشي کاروان لومړی مډال دی.
 
https://avapress.com/vdcf0ed0xw6de0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته