کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هانګزو اسيايي لوبې؛ محسن رضايي د برونزو مډال وګاټه

4 میزان 1402 ساعت 10:55

د افغانستان د تکواندو د ۵۷ کیلو ګرامه ورزشکار محسن رضايي د چین په هانګزو ښار کې په اسیايي لوبو کې د برونزو مډال وګاټه.


آوا: د افغانستان د تکواندو د ملي لوبډلې لوبغاړي محسن رضايي د چین په اسیايي لوبو کې د ۵۸ کیلو ګرامه تکواندو په سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه.
 
هغه له تاجکستان، جاپان او قزاقستان څخه سیالانو ته ماتې ورکړه، خو په څلورمه لوبه کې یې خپل کوریايي سیال ته ماتې ورکړه.
 
رضايي وايي، چې په څلورمه لوبه کې يې د ګوتې ماتې شوې او "ښه کارکردګي" نه شي کولی.
 
د رضايي مډال د هانګزو په اسيايي لوبو کې د افغان ورزشي کاروان لومړی مډال دی.
 


د مطلب کود: 277220

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277220/د-هانګزو-اسيايي-لوبې-محسن-رضايي-برونزو-مډال-وګاټه

آوا
  https://www.avapress.com