دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۷
د مطلب کود : 277213
د چین په اسیایي لوبو کې د نصرت الله حبیبي د برونزو مډال حتمي شو
د ووشو افغان لوبغاړي نصرت الله حبيبي د چين په اسيايي سياليو کې خپل تايلند سيال ته په ماتې ورکولو سره د برونزو مډال وګاټه.
افغان غږ خبری آژانس: نصرت الله حبیبي د دوشنبې په ورځ په ۷۵ کیلو وزن کې خپل تایلینډي سیال ته ماتې ورکړه.
 
د برونزو د مډال په ګټلو سربېره نصرت الله حبیبي هم نیمه پای لوبې ته لاره پیدا کړه.
 
تمه ده چې دغه افغان لوبغاړی به د چهارشنبې په شپه په نیمه پای لوبه کې له خپل ایراني سیال سره مخامخ شي.
 
د چين په هنګزو ښار کې د اسيايي سياليو په لړ کې د افغانستان د تکواندو د ملي لوبډلې کپتان محسن رضايي خپلو درېيو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره د برونزو مډال وګاټه.
 
باید وویل شي، چې په دغو سیالیو کې شاوخوا ۸۰ افغان ورزشکاران ګډون کوي.
 
د ۱۷ نجونو په ګډون، د والیبال، منډه وهلو او بایسکل ځغلولو سیالیو کې برخه اخلي.
 
https://avapress.com/vdchzqnix23nqid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته