کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د چین په اسیایي لوبو کې د نصرت الله حبیبي د برونزو مډال حتمي شو

4 میزان 1402 ساعت 10:07

د ووشو افغان لوبغاړي نصرت الله حبيبي د چين په اسيايي سياليو کې خپل تايلند سيال ته په ماتې ورکولو سره د برونزو مډال وګاټه.


آوا: نصرت الله حبیبي د دوشنبې په ورځ په ۷۵ کیلو وزن کې خپل تایلینډي سیال ته ماتې ورکړه.
 
د برونزو د مډال په ګټلو سربېره نصرت الله حبیبي هم نیمه پای لوبې ته لاره پیدا کړه.
 
تمه ده چې دغه افغان لوبغاړی به د چهارشنبې په شپه په نیمه پای لوبه کې له خپل ایراني سیال سره مخامخ شي.
 
د چين په هنګزو ښار کې د اسيايي سياليو په لړ کې د افغانستان د تکواندو د ملي لوبډلې کپتان محسن رضايي خپلو درېيو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره د برونزو مډال وګاټه.
 
باید وویل شي، چې په دغو سیالیو کې شاوخوا ۸۰ افغان ورزشکاران ګډون کوي.
 
د ۱۷ نجونو په ګډون، د والیبال، منډه وهلو او بایسکل ځغلولو سیالیو کې برخه اخلي.
 


د مطلب کود: 277213

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277213/د-چین-په-اسیایي-لوبو-کې-نصرت-الله-حبیبي-برونزو-مډال-حتمي-شو

آوا
  https://www.avapress.com