دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۵۵
د مطلب کود : 277172
د افغان سرې میاشتې رئیس سویس ته ولاړ
د افغان سرې میاشتې عمومي ریاست اعلان کړی، چې په مشورتي غونډه کې د ګډون په موخه د دې ادارې د مشر مولوي مطیع الحق خالص شپږ ورځنی سفر د سویس هېواد پلازمېنې جینوا ته تللی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغاني سرې میاشتې د عمومي ریاست مطبوعاتي دفتر نن (دوشنبه، ۳ میزان) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغې ادارې رئیس مولوي مطیع الحق خالص جنیوا ته تللی دی.
 
د افغان سرې میاشتې د معلوماتو له مخې، د دغه سفر په ترڅ کې به د دې ادارې مشر د ملي ټولنې د نړیوال سازمان د غړو هېوادونو د وګړو په مشورتي غونډه کې ګډون وکړي او د خیریه بنسټونو له استازو سره به وګوري.
 
د افغان سرې میاشتې له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې مشورتي ناسته کې به په نړیواله کچه د بشري مرستو د مالي بحران د ستونزو او د هغو د حل په اړه بحث او د نظر تبادله وشي.
 
https://avapress.com/vdcbzzb55rhbz8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته