کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغان سرې میاشتې رئیس سویس ته ولاړ

3 میزان 1402 ساعت 11:55

د افغان سرې میاشتې عمومي ریاست اعلان کړی، چې په مشورتي غونډه کې د ګډون په موخه د دې ادارې د مشر مولوي مطیع الحق خالص شپږ ورځنی سفر د سویس هېواد پلازمېنې جینوا ته تللی دی.


آوا - کابل: د افغاني سرې میاشتې د عمومي ریاست مطبوعاتي دفتر نن (دوشنبه، ۳ میزان) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغې ادارې رئیس مولوي مطیع الحق خالص جنیوا ته تللی دی.
 
د افغان سرې میاشتې د معلوماتو له مخې، د دغه سفر په ترڅ کې به د دې ادارې مشر د ملي ټولنې د نړیوال سازمان د غړو هېوادونو د وګړو په مشورتي غونډه کې ګډون وکړي او د خیریه بنسټونو له استازو سره به وګوري.
 
د افغان سرې میاشتې له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې مشورتي ناسته کې به په نړیواله کچه د بشري مرستو د مالي بحران د ستونزو او د هغو د حل په اړه بحث او د نظر تبادله وشي.
 


د مطلب کود: 277172

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277172/د-افغان-سرې-میاشتې-رئیس-سویس-ته-ولاړ

آوا
  https://www.avapress.com