دخپریدو نیټه :شنبه ۱ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۰۶
د مطلب کود : 277069
د ایران په ښوونځیو کې شاوخوا ۶۰۰ زره بهرني زده کوونکي زده کړې کوي
د ایران د اسلامی جمهوریت د ښوونې او روزنې وزیر وویل په دغه هیواد کښې د خارجی زده کونکو شمیر د هغو هیوادونو زده کوونکو څخه چې ډیموکراسۍ ناري وهی د ایران د اسلامی جمهړریت زده کونکو شمیر زیات دی.
افغان غږ خبری آژانس - تهران: د ایران د اسلامی جمهوریت د پوهنې وزیر نن په تهران کښې د ۱۴۰۳-۱۴۰۲ کال د تعلیمی کال د پرانیستې په مراسمو کښې وویل، په دغه هیواد کښې د بهرنیو زده کونکو شمیر له هغو هیوادونو د زده کونکو له شمیر څخه ډیر دي چې د ډیموکراسۍ ناري وهي.
 
رضامراد صحرايي وویل: د ایراني ښوونځیو په ټولګیو کې به شاوخوا ۶۰۰ زره بهرني زده کوونکي د مېلمنو په توګه حاضر وي، چې دا شمېر د ځینو هېوادونو د زده کوونکو له شمېر څخه زیات دی چې د ډیموکراسۍ او بشري حقونو ویاړ لري.
 
د ایران د پوهنې وزارت د چارواکو په وینا، د لومړي ټولګي شاوخوا ۹۹ سلنه زده کوونکو په ښوونځیو کې نوم لیکنه کړې.
 
دغه راز دغه وزارت اعلان کړی، چې د میزان له ۱۵ مې نېټې څخه به د هغو زده کوونکو د پېژندنې او ښوونځیو ته د بېرته ستنېدو لړۍ پیل شي، چې ښوونځي یې پرېښي دي.
 
په ۱۴۰۱-۱۴۰۲ تعلیمي کال کې ۶۷۰ زره بهرنیو زده کوونکو په ایران کې زده کړې کولې، چې دا شمېر د ۱۳۹۳-۱۳۹۲ تعلیمي کال په پرتله دوه چنده شوی دی، په داسې حال کې چې ۳۲۹ زره بهرني زده کوونکي په ایراني ښوونځیو کې زده کړې کولي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د ایراني چارواکو په وینا، د افغان زده کوونکو د زده کړو څه باندې ۹۶ سلنه لګښت د ایران اسلامي جمهوریت ورکوي.
 
https://avapress.com/vdcg3u9xyak9uz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته