دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۶
د مطلب کود : 276994
په کابل کې د پنځه سوه اړو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
په کابل کې د اسلامي امارت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي په دغه ولایت کې پر څه باندې ۵۴۷ اړمنو کورنیو باندې د خوراک نړیوال پروګرام د مرستو د ویش خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په کابل کې د اسلامي امارت د کلیو پراختیا او بیارغونې چارو ریاست مطبوعاتي دفتر نن (پنجشنبه، ۳۰ سنبله) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کابل ولایت په ګلدره ولسوالۍ کې به ۵۴۷ اړمنو کورنیو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) او د (AlSDO) موسسې له خوا د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چترۍ او څارنې لاندې د خوراکي توکو مرستې وویشل شوې.
 
د چارواكو په وينا، په دې مرستو كې (۵۰) كيلو ګرامه اوړه، (۵) ليتره غوړي، (۶،۲۵) كيلو بوره او (۳۰) بستی د ماشومانو خواړه. اړو کسانو ته د سروې او پیژندنې وروسته د سمون موسسې لخوا وویشل شول.
 
په ورته وخت کې ملګرو ملتونو اعلان کړی چې په افغانستان کې تر ۲۹ میلیونه ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
https://avapress.com/vdccoeqi02bqmo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته