کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د پنځه سوه اړو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

30 سنبله 1402 ساعت 13:46

په کابل کې د اسلامي امارت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي په دغه ولایت کې پر څه باندې ۵۴۷ اړمنو کورنیو باندې د خوراک نړیوال پروګرام د مرستو د ویش خبر ورکوي.


آوا - کابل: په کابل کې د اسلامي امارت د کلیو پراختیا او بیارغونې چارو ریاست مطبوعاتي دفتر نن (پنجشنبه، ۳۰ سنبله) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کابل ولایت په ګلدره ولسوالۍ کې به ۵۴۷ اړمنو کورنیو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) او د (AlSDO) موسسې له خوا د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چترۍ او څارنې لاندې د خوراکي توکو مرستې وویشل شوې.
 
د چارواكو په وينا، په دې مرستو كې (۵۰) كيلو ګرامه اوړه، (۵) ليتره غوړي، (۶،۲۵) كيلو بوره او (۳۰) بستی د ماشومانو خواړه. اړو کسانو ته د سروې او پیژندنې وروسته د سمون موسسې لخوا وویشل شول.
 
په ورته وخت کې ملګرو ملتونو اعلان کړی چې په افغانستان کې تر ۲۹ میلیونه ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.


د مطلب کود: 276994

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276994/په-کابل-کې-د-پنځه-سوه-اړو-کورنيو-سره-خوراکي-توکو-مرسته-وشوه

آوا
  https://www.avapress.com