دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۸
د مطلب کود : 276978
په پکتیکا کې پر څه باندې دوه زره اړمنو کورنیو خوراکي توکي وویشل شول
په پکتيکا کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي، چې د خوراک نړيوال سازمان له لوري په دغه ولايت کې پر څه باندې دوه زره اړمنو کورنيو خوراکي توکي وېشل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پکتیکا ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه مرستې د دغه ولایت په برمل او تروو ولسوالیو کې پر دوه زره او ۱۰۶ اړمنو کورنیو وویشل شوې.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مرستې د خوراک نړيوال سازمان (WFP) په مالي مرسته او د نجات بشري او پراختيايي موسسې (RHDO) په تخنيکي مرسته په دې ولسوالۍ کې پر اړمنو کورنيو وېشل شوې دي.
 
تېره ورځ د دې ولایت په وازیخوا او سروبي ولسوالیو کې پر څه باندې دوه زره اړمنو کورنیو خوراکي توکي وویشل شول.
 
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې (NAC) د پکتیکا ولایت اوسیدونکو ته د کار په بدل کې د پیسو د ورکړې په پروژه کې خپله ۸۵۰ زره ډالره مرسته اعلان کړه.
https://avapress.com/vdcefp8wvjh8foi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته