کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتیکا کې پر څه باندې دوه زره اړمنو کورنیو خوراکي توکي وویشل شول

30 سنبله 1402 ساعت 10:38

په پکتيکا کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي، چې د خوراک نړيوال سازمان له لوري په دغه ولايت کې پر څه باندې دوه زره اړمنو کورنيو خوراکي توکي وېشل شوي دي.


آوا - کابل: د پکتیکا ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه مرستې د دغه ولایت په برمل او تروو ولسوالیو کې پر دوه زره او ۱۰۶ اړمنو کورنیو وویشل شوې.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مرستې د خوراک نړيوال سازمان (WFP) په مالي مرسته او د نجات بشري او پراختيايي موسسې (RHDO) په تخنيکي مرسته په دې ولسوالۍ کې پر اړمنو کورنيو وېشل شوې دي.
 
تېره ورځ د دې ولایت په وازیخوا او سروبي ولسوالیو کې پر څه باندې دوه زره اړمنو کورنیو خوراکي توکي وویشل شول.
 
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې (NAC) د پکتیکا ولایت اوسیدونکو ته د کار په بدل کې د پیسو د ورکړې په پروژه کې خپله ۸۵۰ زره ډالره مرسته اعلان کړه.


د مطلب کود: 276978

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276978/په-پکتیکا-کې-پر-څه-باندې-دوه-زره-اړمنو-کورنیو-خوراکي-توکي-وویشل-شول

آوا
  https://www.avapress.com