دخپریدو نیټه :جمعه ۲۴ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۱
د مطلب کود : 276637
د افغانستان په پرمختیایي برخه کې باید بشري مرستې وشي
د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلند وویل، یوازې بېړنۍ مرستې به د افغانستان ستونزه نه هواروي او باید د دغه هېواد په پراختیايي برخه کې هم مرستې وشي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: یان اګلنډ (چهارشنبه، سنبلي ۲۲) په ایکس پاڼه کې په یو شمېر پیغامونو کې لیکلی چې اوسمهال د افغانستان خلک تر بل هر وخت د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لری.
 
ایګلند زیاته کړه چې د ناروې د کډوالو شورا کارکوونکي چې ښځې هم پکې شاملې دي، په مستقیم ډول په افغانستان کې نارینه او ښځو ته بېړنۍ مرستې رسولي دي.
 
د ناروې د مهاجرت شورا مشر همدا راز زیاته کړه، په داسې حال کې چې د مرستندویه بنسټونو لوړپوړو چارواکو پرون د افغانستان په اړه غونډه وکړه، په دغه هېواد کې بشري وضعیت خورا د اندېښنې وړ بلل شوی دی.
 
په همدې حال کې یوشمېر مرستندویه بنسټونه په افغانستان کې د بشري مرستو د وېش په برخه کې د بودیجې له نشتوالي خبر ورکوي.
https://avapress.com/vdcgw39xuak9u34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته