دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۱
د مطلب کود : 276622
د کونړ او ننګرهار ولایتونو له سیلاب ځپلو سره مرسته وشوه
د کډوالو نړيوال سازمان وايي، په کونړ او ننګرهار ولايتونو کې يې له سېلاب ځپلو سره مرستې وېشلې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه سازمان افغانستان څانګې د سنبلې په ۲۲ مه نېټه له ایکس چینل سره په مرکه کې وویل چې وروستیو اورښتونو او سېلابونو په دغو دوو ولایتونو کې ډېر زیانونه اړولی دی.
 
د مهاجرت نړیوال سازمان زیاته کړه چې د افغانستان په یو شمیر ختیځو ولایتونو کې یې له زیانمنو شویو سره د خیمو، لښتیو، سولر تختو او موقتي سرپناه مرسته کړې ده.
 
دغه سازمان د ټپيانو د کره شمېر په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.
 
له بلې خوا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي وايي، په پکتیکا ولایت کې پر ۱۷۷۷ زلزله ځپلو او زیانمنو شویو کورنیو ۶۷۷۱۶ زره افغانۍ وېشل شوې دي.
https://avapress.com/vdcauinuu49n0i1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته