کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کونړ او ننګرهار ولایتونو له سیلاب ځپلو سره مرسته وشوه

23 سنبله 1402 ساعت 15:21

د کډوالو نړيوال سازمان وايي، په کونړ او ننګرهار ولايتونو کې يې له سېلاب ځپلو سره مرستې وېشلې دي.


آوا - کابل: د دغه سازمان افغانستان څانګې د سنبلې په ۲۲ مه نېټه له ایکس چینل سره په مرکه کې وویل چې وروستیو اورښتونو او سېلابونو په دغو دوو ولایتونو کې ډېر زیانونه اړولی دی.
 
د مهاجرت نړیوال سازمان زیاته کړه چې د افغانستان په یو شمیر ختیځو ولایتونو کې یې له زیانمنو شویو سره د خیمو، لښتیو، سولر تختو او موقتي سرپناه مرسته کړې ده.
 
دغه سازمان د ټپيانو د کره شمېر په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.
 
له بلې خوا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي وايي، په پکتیکا ولایت کې پر ۱۷۷۷ زلزله ځپلو او زیانمنو شویو کورنیو ۶۷۷۱۶ زره افغانۍ وېشل شوې دي.


د مطلب کود: 276622

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276622/د-کونړ-او-ننګرهار-ولایتونو-له-سیلاب-ځپلو-سره-مرسته-وشوه

آوا
  https://www.avapress.com