دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۵۳
د مطلب کود : 276608
په تېرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۷۰۰ زره کډوال له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي!
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، د روان کال په لومړۍ نیمايي کې شاوخوا ۷۱۰ زره افغان کډوال په خپله خوښه او یا په زور له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د راپور له مخې، ۳۱۰ زره هغه راستانه شوي چې په ایران کې د اوسېدو رسمي اسناد نه لري او شاوخوا ۴۰۰ زره نور یې په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي دي.
 
په دغه راپور کې راغلي چې له ایران څخه د افغان راستنېدونکو په شمېر کې د ۲۰۲۲ کال د همدې مودې په پرتله ۱۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
 
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم اټکل کړی چې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې شاوخوا ۲۳۳ زره افغانان له معتبرو سفري اسنادو سره ایران ته تللي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې له ايران څخه افغانستان ته د راستنېدونکو کسانو شمېر ډېر شوى دى.
https://avapress.com/vdce7p8wvjh8fpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته