کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۷۰۰ زره کډوال له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي!

23 سنبله 1402 ساعت 11:53

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، د روان کال په لومړۍ نیمايي کې شاوخوا ۷۱۰ زره افغان کډوال په خپله خوښه او یا په زور له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي.


آوا - کابل: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د راپور له مخې، ۳۱۰ زره هغه راستانه شوي چې په ایران کې د اوسېدو رسمي اسناد نه لري او شاوخوا ۴۰۰ زره نور یې په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي دي.
 
په دغه راپور کې راغلي چې له ایران څخه د افغان راستنېدونکو په شمېر کې د ۲۰۲۲ کال د همدې مودې په پرتله ۱۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
 
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم اټکل کړی چې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې شاوخوا ۲۳۳ زره افغانان له معتبرو سفري اسنادو سره ایران ته تللي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې له ايران څخه افغانستان ته د راستنېدونکو کسانو شمېر ډېر شوى دى.


د مطلب کود: 276608

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276608/په-تېرو-شپږو-میاشتو-کې-څه-باندې-۷۰۰-زره-کډوال-له-ایران-څخه-افغانستان-ته-راستانه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com