دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۰۴
د مطلب کود : 276581
په پکتیکا کې پر څه باندې زرو کورنیو ۶۷ میلیونه افغانۍ وویشل شوې
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي وايي، چې په پکتیکا ولایت کې پر ۱۷۷۷ زلزله ځپلو او زیانمنو شویو کورنیو ۶۷۷۱۶ زره افغانۍ نغدي مرسته وېشل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سنبلې په ۲۲ مه، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي، چې دغه مرستې د دغه وزارت له خوا په پکتیکا ولایت کې له زلزله ځپلو سره ووېشل شوې.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کورنۍ تېر کال د دغه ولايت په ګيان ولسوالۍ کې د زلزلې له امله زيانمنې شوې وې.
 
ويل کيږي چې د مرستو په دې پړاو کې په يادو شويو کورنيو څه باندې ٦٧ ميليونه ٧١٦ زره او٧٠٠ افغانۍ ووېشل شوې.
 
په ورته وخت کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په ننګرهار ولایت کې له ۲۳۶ بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستې اعلان کړی دی.
 
د دغه وزارت په وینا؛ په ننګرهار ولایت کې پر ۲۳۶ بې ځایه شویو کورنیو د سنبلې د میاشتې په ۲۱ مه د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ دفتر د دغه ولایت د کډوالو چارو ریاست سره په همغږۍ مرستې وویشل شوې.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په يادو شويو مرستو کې څلور خوراکي توکي شامل دي چې د ننګرهار ولايت په سره رود ولسوالۍ کې پر اړمنو کورنيو ووېشل شول.
 
که څه هم د افغانستان له خلکو سره د ملي او نړیوالو موسسو مرستې دوام لري؛ خو څه موده وړاندې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د مرستو پر څرنګوالي نیوکه وکړه.
 
ښاغلي حقاني چې په کابل کې یې د بهرنیو موسسو د مرستو د وېش پر مهال وینا کوله وویل، مرستې باید په شفافه او عادلانه توګه پر مستحقینو وویشل شي.
 
د يادونې وړ ده، چې د نړيوالې ټولنې مرستې په اوسنيو شرايطو کې د افغانستان د خلکو په ګټه ګڼل کېږي.
https://avapress.com/vdcevp8wzjh8fni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته