آوا - کابل: د سنبلې په ۲۲ مه، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي، چې دغه مرستې د دغه وزارت له خوا په پکتیکا ولایت کې له زلزله ځپلو سره ووېشل شوې.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کورنۍ تېر کال د دغه ولايت په ګيان ولسوالۍ کې د زلزلې له امله زيانمنې شوې وې.
ويل کيږي چې د مرستو په دې پړاو کې په يادو شويو کورنيو څه باندې ٦٧ ميليونه ٧١٦ زره او٧٠٠ افغانۍ ووېشل شوې.
په ورته وخت کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په ننګرهار ولایت کې له ۲۳۶ بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستې اعلان کړی دی.
د دغه وزارت په وینا؛ په ننګرهار ولایت کې پر ۲۳۶ بې ځایه شویو کورنیو د سنبلې د میاشتې په ۲۱ مه د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ دفتر د دغه ولایت د کډوالو چارو ریاست سره په همغږۍ مرستې وویشل شوې.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په يادو شويو مرستو کې څلور خوراکي توکي شامل دي چې د ننګرهار ولايت په سره رود ولسوالۍ کې پر اړمنو کورنيو ووېشل شول.
که څه هم د افغانستان له خلکو سره د ملي او نړیوالو موسسو مرستې دوام لري؛ خو څه موده وړاندې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د مرستو پر څرنګوالي نیوکه وکړه.
ښاغلي حقاني چې په کابل کې یې د بهرنیو موسسو د مرستو د وېش پر مهال وینا کوله وویل، مرستې باید په شفافه او عادلانه توګه پر مستحقینو وویشل شي.
د يادونې وړ ده، چې د نړيوالې ټولنې مرستې په اوسنيو شرايطو کې د افغانستان د خلکو په ګټه ګڼل کېږي.