دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۰
د مطلب کود : 276526
د پولیسو په لیکو کې له رسمي واکونو ناوړه ګټه اخیستنه د منلو وړ نه ده
د بلخ د پولیسو ویاند وايي؛ هغه افسران او مامورین چې د پولیسو په لیکو کې دي، که له خپلو دندو ناوړه ګټه پورته کړي، قانوني چلند به ورسره وشي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف : د بلخ ولایت د پولیسو ویاند محمد آصف وزیری د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته د حکومتی مامورینو او امنیتی ځواکونو د قوانینو د تطبیق په هکله وویل: د بلخ ولایت امنیه قوماندانی مکلفه ده چې د پولیسو له خوا له واک څخه ناوړه ګټه اخیستني مخه ونیسی.
 
هغه زیاته کړه: د پولیسو د افسرانو او یا د اسلامي امارت د حکومت په نوم له واک څخه د ناوړه استفادې د مخنیوي لپاره جدي تدابیر نیول شوي دي." موږ به هیڅ پولیس او نورو دولتي ادارو ته اجازه ورنکړو چې پر خلکو ظلم وکړي او یا له خپلې دندې ناوړه ګټه پورته کړي.
 
وزیري وویل، هغه افسران او مامورین چې غواړي د پولیسو په لیکو کې له دندو څخه ناوړه ګټه پورته کړي، حتماً به له دندو ګوښه او د قانون منګولو ته به وسپارل شي، ځکه موږ په هیڅ صورت د شریعت او قانون خلاف چلند نه منو.
 
د بلخ د پولیسو ویاند زیاتوي چې د بلخ پولیسو په دې وروستیو کې له ۱۵۰ ډېر کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي او عدلي ارګانونو ته یې سپارلي دي.
 
ده دغه راز څرګنده کړه: دبلخ پوليسو خپل ګرځنده ګزمې او ګزمې زياتې کړي دي څو دخلکو ژوند اومالي امنيت ولري .
 
https://avapress.com/vdcdx90x9yt05k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته