دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۷
د مطلب کود : 276515
د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر د ایران د انرژۍ له وزیر سره د برښنا د تړون د تمدید په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې
د هېواد د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د ایران د انرژۍ له وزیر سره د هرات ولایت د برښنا د قرارداد د تمدید او د برښنا د ستونزو د حل په اړه خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر عبداللطیف منصور د ایران د انرژۍ له وزیر علی اکبر محرابیان سره په ټیلیفونی خبرو کې د هرات ولایت د برښنا د قرارداد د تمدید او د برښنا د ستونزې د حل په اړه خبرې وکړې.
 
په دې ټیلیفوني خبرو کې د ایران د انرژۍ وزیر ژمنه وکړه چې د برښنا د قرارداد د تمدید او د ستونزو په حل کې به همکاري کوي.
 
دغه راز په دې ټیلیفوني خبرو کې پریکړه وشوه چې له افغانستان څخه به یو ځانګړی پلاوی ایران ته سفر وکړي څو د دواړو لورو ترمنځ د برښنا د ستونزې او د هغې د حل په اړه خبرې وکړي.
 
https://avapress.com/vdcb80b5srhbzsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته