کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر د ایران د انرژۍ له وزیر سره د برښنا د تړون د تمدید په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې

21 سنبله 1402 ساعت 13:47

د هېواد د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د ایران د انرژۍ له وزیر سره د هرات ولایت د برښنا د قرارداد د تمدید او د برښنا د ستونزو د حل په اړه خبرې وکړې.


آوا - کابل: د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر عبداللطیف منصور د ایران د انرژۍ له وزیر علی اکبر محرابیان سره په ټیلیفونی خبرو کې د هرات ولایت د برښنا د قرارداد د تمدید او د برښنا د ستونزې د حل په اړه خبرې وکړې.
 
په دې ټیلیفوني خبرو کې د ایران د انرژۍ وزیر ژمنه وکړه چې د برښنا د قرارداد د تمدید او د ستونزو په حل کې به همکاري کوي.
 
دغه راز په دې ټیلیفوني خبرو کې پریکړه وشوه چې له افغانستان څخه به یو ځانګړی پلاوی ایران ته سفر وکړي څو د دواړو لورو ترمنځ د برښنا د ستونزې او د هغې د حل په اړه خبرې وکړي.
 


د مطلب کود: 276515

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276515/د-انرژۍ-او-اوبو-سرپرست-وزیر-ایران-له-سره-برښنا-تړون-تمدید-په-اړه-ټیلیفوني-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com