دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۰
د مطلب کود : 276499
په نږدې راتلونکي کې به استانبول د افغانستان په اړه د مرسته کوونکو هېوادونو د غونډې کوربه وي
د ترکیې سفیر د اسلامي امارت د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره په کتنه کې وویل چې استانبول به په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه د مرسته کوونکو هېوادونو د غونډې کوربه وي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپله X ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د ترکیې سفیر جهاد ارګنای د اسلامي امارت د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره وکتل. ده وویل چې په راتلونکې کې به استانبول د افغانستان په اړه د مرسته کوونکو هېوادونو د غونډې کوربه وي.
 
جهاد ارګني همدا راز زیاته کړه چې د افغانستان په اړه د مرسته کوونکو هېوادونو غونډه به په نږدې راتلونکي کې په استانبول کې جوړه شي، موږ هڅه کوو چې ګډون کوونکي هېوادونه قانع کړو چې بشري مرستې په پراختیايي مرستو بدلې کړي.
 
ارګ ماڼی زیاته کړه چې موږ هم هڅه کوو چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ تعامل زیات کړو.
 
د قانع په وینا، د ترکیې سفیر د افغانستان اوسنی وضعیت د ډاډ وړ وباله او د اسلامي امارت له لوري یې د هېواد د سفارت او قونسلګرۍ د امنیت د تامین له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
 
د کورنیو چارو وزارت سرپرست په افغانستان کې د جهاد ارګناې ماموریت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت او پراختیا په برخه کې د هغه د خدمتونو قدرداني وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لاپسې لاپسې پراخې شي.
 
https://avapress.net/vdccoeqio2bqm08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته