کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په نږدې راتلونکي کې به استانبول د افغانستان په اړه د مرسته کوونکو هېوادونو د غونډې کوربه وي

21 سنبله 1402 ساعت 9:30

د ترکیې سفیر د اسلامي امارت د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره په کتنه کې وویل چې استانبول به په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه د مرسته کوونکو هېوادونو د غونډې کوربه وي.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپله X ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د ترکیې سفیر جهاد ارګنای د اسلامي امارت د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره وکتل. ده وویل چې په راتلونکې کې به استانبول د افغانستان په اړه د مرسته کوونکو هېوادونو د غونډې کوربه وي.
 
جهاد ارګني همدا راز زیاته کړه چې د افغانستان په اړه د مرسته کوونکو هېوادونو غونډه به په نږدې راتلونکي کې په استانبول کې جوړه شي، موږ هڅه کوو چې ګډون کوونکي هېوادونه قانع کړو چې بشري مرستې په پراختیايي مرستو بدلې کړي.
 
ارګ ماڼی زیاته کړه چې موږ هم هڅه کوو چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ تعامل زیات کړو.
 
د قانع په وینا، د ترکیې سفیر د افغانستان اوسنی وضعیت د ډاډ وړ وباله او د اسلامي امارت له لوري یې د هېواد د سفارت او قونسلګرۍ د امنیت د تامین له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
 
د کورنیو چارو وزارت سرپرست په افغانستان کې د جهاد ارګناې ماموریت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت او پراختیا په برخه کې د هغه د خدمتونو قدرداني وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لاپسې لاپسې پراخې شي.
 


د مطلب کود: 276499

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276499/په-نږدې-راتلونکي-کې-استانبول-د-افغانستان-اړه-مرسته-کوونکو-هېوادونو-غونډې-کوربه-وي

آوا
  https://www.avapress.com