دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۰۸
د مطلب کود : 276468
په تېر یوه کال کې په کابل ولایت کې له سلو زیاتې سپکې او درنې وسلې نیول شوي دي
د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، د کابل امنیه قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پولیسو په تېر یوه کال کې له سلو ډېرې سپکې او درنې وسلې کشف او ترلاسه کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي، چې د کابل امنیه قومندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو په تېر یوه کال کې له دغه ولایت څخه څه باندې سل میله سپکې او درنې وسلې کشف کړې دي.
 
ده ټينګار وکړ چې په تير کال کې په زرګونو ماينونه او زغره وال تختې، په لسګونو ماينونه، کمرې او نور پوځي تجهيزات له کابل ولايت څخه کشف او ترلاسه شوي دي او په اړوند يې ٧٤ تنه نيول شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار د کابل ولايت امنيتي ځواکونو يو ماشوم چې تېره شپه د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کلکان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سړي تښتوونکو په واسطه تښتول ښوي و، له هلو ځلو وروسته وژغوره.
 
https://avapress.com/vdciqqarvt1ay52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته