کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کورنیو چارو وزارت ویاند:

په تېر یوه کال کې په کابل ولایت کې له سلو زیاتې سپکې او درنې وسلې نیول شوي دي

20 سنبله 1402 ساعت 14:08

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، د کابل امنیه قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پولیسو په تېر یوه کال کې له سلو ډېرې سپکې او درنې وسلې کشف او ترلاسه کړې دي.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي، چې د کابل امنیه قومندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو په تېر یوه کال کې له دغه ولایت څخه څه باندې سل میله سپکې او درنې وسلې کشف کړې دي.
 
ده ټينګار وکړ چې په تير کال کې په زرګونو ماينونه او زغره وال تختې، په لسګونو ماينونه، کمرې او نور پوځي تجهيزات له کابل ولايت څخه کشف او ترلاسه شوي دي او په اړوند يې ٧٤ تنه نيول شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار د کابل ولايت امنيتي ځواکونو يو ماشوم چې تېره شپه د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کلکان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سړي تښتوونکو په واسطه تښتول ښوي و، له هلو ځلو وروسته وژغوره.
 


د مطلب کود: 276468

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276468/په-تېر-یوه-کال-کې-کابل-ولایت-له-سلو-زیاتې-سپکې-او-درنې-وسلې-نیول-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com