دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۸
د مطلب کود : 276427
افغانستان د روان کال په اسد میاشت کې شاوخوا ۹۰۰ میلیونه ډالره صادرات او واردات کړي دي
د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې د روان لمریز کال د اسد په میاشت کې د هېواد د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحلیل کړي چې په دې میاشت کې د هېواد د صادراتو ټولیز ارزښت ۱۳۶،۹ میلیونه ډالره او ټولټال د وارداتو ارزښت ۷۴۳.۶ ملیون ډالره دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د احصایې او اطلاعاتو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: د تېر کال په اسد میاشت کې د هېواد د صادراتو ټولیز ارزښت ۱۳۹،۷ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی، چې د تېر کال په پرتله ۲.۸ میلیونه ډالره کموالی ښيي.
 
د دغه رياست د يوې خبرپاڼې له مخې، د ١٤٠١ کال د اسد په مياشت کې د هېواد د وارداتو ټوليز ارزښت ٧١٢،٨ ميليونه ډالرو ته رسېدلى و، په داسې حال کې چې د روان کال په اسد مياشت کې د وارداتو ټول ارزښت ٧٤٣،٦ ميليونه وو چې د تېر کال په پرتله ٣٠،٨ ميليونه کېږي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه رياست د تحليل او ارزونې له مخې، د روان کال په اسد مياشت کې تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته او د تېر کال په اسد مياشت کې د پاکستان، هند، تاجکستان او متحده عربي اماراتو څخه د ۱۴۰۱ او ۱۴۰۲ کال د اسد په میاشت کې تر ټولو زیات واردات له چین، پاکستان او ایران څخه شوي وو.
 
https://avapress.com/vdcdx90x5yt05o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته