کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان د روان کال په اسد میاشت کې شاوخوا ۹۰۰ میلیونه ډالره صادرات او واردات کړي دي

20 سنبله 1402 ساعت 9:08

د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې د روان لمریز کال د اسد په میاشت کې د هېواد د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحلیل کړي چې په دې میاشت کې د هېواد د صادراتو ټولیز ارزښت ۱۳۶،۹ میلیونه ډالره او ټولټال د وارداتو ارزښت ۷۴۳.۶ ملیون ډالره دی.


آوا - کابل: د احصایې او اطلاعاتو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: د تېر کال په اسد میاشت کې د هېواد د صادراتو ټولیز ارزښت ۱۳۹،۷ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی، چې د تېر کال په پرتله ۲.۸ میلیونه ډالره کموالی ښيي.
 
د دغه رياست د يوې خبرپاڼې له مخې، د ١٤٠١ کال د اسد په مياشت کې د هېواد د وارداتو ټوليز ارزښت ٧١٢،٨ ميليونه ډالرو ته رسېدلى و، په داسې حال کې چې د روان کال په اسد مياشت کې د وارداتو ټول ارزښت ٧٤٣،٦ ميليونه وو چې د تېر کال په پرتله ٣٠،٨ ميليونه کېږي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه رياست د تحليل او ارزونې له مخې، د روان کال په اسد مياشت کې تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته او د تېر کال په اسد مياشت کې د پاکستان، هند، تاجکستان او متحده عربي اماراتو څخه د ۱۴۰۱ او ۱۴۰۲ کال د اسد په میاشت کې تر ټولو زیات واردات له چین، پاکستان او ایران څخه شوي وو.
 


د مطلب کود: 276427

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276427/افغانستان-د-روان-کال-په-اسد-میاشت-کې-شاوخوا-۹۰۰-میلیونه-ډالره-صادرات-او-واردات-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com