دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۲
د مطلب کود : 276425
په پنجشېر او پروان کې په دوو جلا ترافيکي پېښو کې ١٨ تنه ټپيان شول
رسنیو د سیمه ییزو سرچینو په حواله ویلي، چې په پنجشیر او پروان کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې ۱۸ تنه ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ویل شوي، چې دغه پېښه پرون یکشنبه د سنبلي په ۱۹مه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د پنجشېر پر عمومي سړک او د جبل السراج - پروان پر لویه لاره د تیز رفتار مسافر وړونکي موټر ټکر وکړ.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: په پنجشير او پروان کې سيمه ييزو سرچينو وويل چې په دغو پيښو کې د ښځو په ګډون ١٨ تنه ټپيان شوي دي.
 
روغتيايي سرچينې د ټپيانو روغتيايي حالت ښه بللى دى.
 
باید وویل شي، چې د موټر چلوونکو بې احتیاطي په هېواد کې د ترافیکي پېښو تر ټولو مهم لاملونه دي.
 
https://avapress.com/vdcb50b5srhbzap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته