کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پنجشېر او پروان کې په دوو جلا ترافيکي پېښو کې ١٨ تنه ټپيان شول

20 سنبله 1402 ساعت 9:02

رسنیو د سیمه ییزو سرچینو په حواله ویلي، چې په پنجشیر او پروان کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې ۱۸ تنه ټپیان شوي دي.


آوا - کابل: ویل شوي، چې دغه پېښه پرون یکشنبه د سنبلي په ۱۹مه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د پنجشېر پر عمومي سړک او د جبل السراج - پروان پر لویه لاره د تیز رفتار مسافر وړونکي موټر ټکر وکړ.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: په پنجشير او پروان کې سيمه ييزو سرچينو وويل چې په دغو پيښو کې د ښځو په ګډون ١٨ تنه ټپيان شوي دي.
 
روغتيايي سرچينې د ټپيانو روغتيايي حالت ښه بللى دى.
 
باید وویل شي، چې د موټر چلوونکو بې احتیاطي په هېواد کې د ترافیکي پېښو تر ټولو مهم لاملونه دي.
 


د مطلب کود: 276425

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276425/په-پنجشېر-او-پروان-کې-دوو-جلا-ترافيکي-پېښو-١٨-تنه-ټپيان-شول

آوا
  https://www.avapress.com