افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان او ایران دوه ملي ټیمونه په دې وروستیو کې یو له بل سره مخامخ دي، د دغو سیالیو په لومړۍ اونۍ کې د ازبکستان او ایران ټیمونه په ترتیب سره د دریو نمرو په لرلو سره په لومړي او دوهم ځای کې ځاي لري، هانګ کانګ او افغانستان لوبډلې د جدول په دریم او څلورم مقام کې دي.
د هر ګروپ لومړی ټیم او د اتو ټیمونو څخه څلور غوره ټیمونه به د آسیا هیوادونو جام ته لاره ومومي.
د ایران د امید د فوټبال ټیم خپله لومړۍ لوبه له هانګ کانګ سره وکړه چې د ۳-۰ په توپیر سره پای ته ورسېده.
په ورته وخت کې د افغانستان د امید ملي لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې ازبکستان څخه ۸-۱ ماتې وخوړه.