دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۸
د مطلب کود : 276328
د کرکټ د نړیوال جام کپ د مزارشریف په روضه مبارک کې نندارې ته وړاندې شوه
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د کرکټ د نړیوال جام سیالۍ کپ د مزارشریف په روضه مبارک کې نندارې ته وړاندې شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان کرکټ بورډ د "روضې مبارک" په میدان کې د کرکټ د نړیوال جام د سیالیو دکپ عکسونه خپاره کړي دي.
 
د کرکټ د ۵۰ اوریزو سیالیو کپ دوه ورځې وړاندې کابل ته راورسېده او د بابر بڼ، دارالامان ماڼۍ او پغمان دره په ګډون د پلازمېنې په بېلابېلو ځایونو کې نندارې ته وړاندې شول.
 
دغه کپ افغانستان ته د خپل سفر په دوام نن ماهیپر ته رسېدلې او د هېواد په یو شمېر نورو ښارونو کې به هم نندارې ته وړاندې شي.
 
د کرکټ ۵۰ اوریزه نړیوال جام به د اکتوبر په میاشت کې په هند کې پیل شي، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په کې ګډون کوي.
 
د دغو سياليو ټرافي به د سياليو له پيل مخکې د ګډون کوونکو هېوادونو په بېلابېلو ښارونو کې نندارې ته وړاندې شي.
 
https://avapress.com/vdcdx90xjyt05s6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته