کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کرکټ د نړیوال جام کپ د مزارشریف په روضه مبارک کې نندارې ته وړاندې شوه

18 سنبله 1402 ساعت 10:18

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د کرکټ د نړیوال جام سیالۍ کپ د مزارشریف په روضه مبارک کې نندارې ته وړاندې شوې دي.


آوا: د افغانستان کرکټ بورډ د "روضې مبارک" په میدان کې د کرکټ د نړیوال جام د سیالیو دکپ عکسونه خپاره کړي دي.
 
د کرکټ د ۵۰ اوریزو سیالیو کپ دوه ورځې وړاندې کابل ته راورسېده او د بابر بڼ، دارالامان ماڼۍ او پغمان دره په ګډون د پلازمېنې په بېلابېلو ځایونو کې نندارې ته وړاندې شول.
 
دغه کپ افغانستان ته د خپل سفر په دوام نن ماهیپر ته رسېدلې او د هېواد په یو شمېر نورو ښارونو کې به هم نندارې ته وړاندې شي.
 
د کرکټ ۵۰ اوریزه نړیوال جام به د اکتوبر په میاشت کې په هند کې پیل شي، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په کې ګډون کوي.
 
د دغو سياليو ټرافي به د سياليو له پيل مخکې د ګډون کوونکو هېوادونو په بېلابېلو ښارونو کې نندارې ته وړاندې شي.
 


د مطلب کود: 276328

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276328/د-کرکټ-نړیوال-جام-کپ-مزارشریف-په-روضه-مبارک-کې-نندارې-ته-وړاندې-شوه

آوا
  https://www.avapress.com