دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۸
د مطلب کود : 276320
د ټیټ کیفیت نفتي توکو څه باندې ۸۰ ټانکرونه ازبکستان ته راستانه شوي دي
د بلخ ولایت د حيرتان بندر د نفتو او ګازو رياست مسوولينو په تېرو څلورو مياشتو کې له ۸۰ ډېر ټانکرونه چې په ټيټ کيفيت يې نفتي توکي ازبکستان ته لېږدول، بېرته راستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: په دغو ټانکرونو کې موجود تېل او ګاز چې د بندر حيرتان د نفتو او ګازو رياست د پلټونکي ډلې له خوا تر څېړنو وروسته په بې کيفيته توګه وموندل شول او بېرته ازبکستان ته ولېږدول شول.
 
له بلې خوا د دې ادارې چارواکي وايي، هېواد ته د تېلو او ګازو له واردولو څه باندې یو سل او شپیته میلیونه افغانۍ عاید لري.
 
د بندر حيرتان د نفتو او ګازو رياست مرستيال مولوي محمد ناصر وويل چې په تېرو څلورو مياشتو کې اتيا ټانکرونه چې د ټيټ کيفيت لرونکي تېل او ګاز لېږدوي ازبکستان ته راستانه شوي دي.
 
هغه وويل، د دوى پلټونکې ډله تل په پلټنو بوخته ده او اجازه نه ورکوي، چې ټيټ کيفيت لرونکي توکي هېواد ته وارد کړي.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم ايران ته د ټيټ کيفيت نفتي توکو ټانکرونه ور وړل کېدل.
 
https://avapress.com/vdcf0vd0xw6dema.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته