کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ټیټ کیفیت نفتي توکو څه باندې ۸۰ ټانکرونه ازبکستان ته راستانه شوي دي

18 سنبله 1402 ساعت 9:58

د بلخ ولایت د حيرتان بندر د نفتو او ګازو رياست مسوولينو په تېرو څلورو مياشتو کې له ۸۰ ډېر ټانکرونه چې په ټيټ کيفيت يې نفتي توکي ازبکستان ته لېږدول، بېرته راستانه شوي دي.


آوا: په دغو ټانکرونو کې موجود تېل او ګاز چې د بندر حيرتان د نفتو او ګازو رياست د پلټونکي ډلې له خوا تر څېړنو وروسته په بې کيفيته توګه وموندل شول او بېرته ازبکستان ته ولېږدول شول.
 
له بلې خوا د دې ادارې چارواکي وايي، هېواد ته د تېلو او ګازو له واردولو څه باندې یو سل او شپیته میلیونه افغانۍ عاید لري.
 
د بندر حيرتان د نفتو او ګازو رياست مرستيال مولوي محمد ناصر وويل چې په تېرو څلورو مياشتو کې اتيا ټانکرونه چې د ټيټ کيفيت لرونکي تېل او ګاز لېږدوي ازبکستان ته راستانه شوي دي.
 
هغه وويل، د دوى پلټونکې ډله تل په پلټنو بوخته ده او اجازه نه ورکوي، چې ټيټ کيفيت لرونکي توکي هېواد ته وارد کړي.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم ايران ته د ټيټ کيفيت نفتي توکو ټانکرونه ور وړل کېدل.
 


د مطلب کود: 276320

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276320/د-ټیټ-کیفیت-نفتي-توکو-څه-باندې-۸۰-ټانکرونه-ازبکستان-ته-راستانه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com