افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (سنبلی ۱۵) په خپله یوه پاڼه کې لیکلي چې څلور تنه قاچاق وړونکي یې نیولي چې غوښتل یې ډالر له هیواده وباسي.
د دې وزارت په وینا، "څلور د پیسو قاچاق وړونکي چې غوښتل یې د تورخم له لارې نږدې ۷۰ زره امریکایي ډالر پاکستان ته انتقال کړي، د سرحدي پولیسو او انټرپول له خوا پیژندل شوي او نیول شوي دي."
تر دې وړاندې په ننګرهار کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو د تورخم په ګمرک کې د ځینو تاریخي اثارو د نیولو خبر ورکړی و چې قاچاق وړونکو غوښتل په یوه موټر کې پاکستان ته انتقال کړي.
د تورخم په ګمرک کې د اسلامي امارت قومندان رفیع الله پاچا خان ویلي، چې دغه تاریخي اثار نن (یکشنبه د سنبلي د میاشتې ۱۲مه) د ګمرک د کارکوونکو له خوا کشف او ضبط شول.
پاچا خان زياته کړه، چې په کشف شويو اثارو کې د "منګوټي" د وړوکيو ١٥ ټوکرۍ د اته نيم کيلو وزن او د مسو څلور لوښي شامل دي، چې شاوخوا درې نيم کيلو وزن لري.
د يادونې وړ ده، چې د تېر حکومت د راپورونو له مخې، ډالر؛ دا د افغانستان د پولو له لارې ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کېدل.