دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۰
د مطلب کود : 276175
د بودیجې د کمښت له امله په افغانستان کې لس میلیونه خلک د مرستو له ترلاسه کولو بې برخې دي
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د بودیجې د پراخو خنډونو له امله سږ کال په افغانستان کې له لسو میلیونو خلکو سره د "ژوند ژغورونکې مرستې" کمولو ته اړ شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن (سه شنبه،۱۴ سنبله) دغې موسسې په ایکس پاڼه کې یو پوسټ خپور کړی او لیکلي یې دي چې د بودیجې د پرله پسې کمښت له امله یوازې له هرو پنځو اړو څخه یوه ته بیړنۍ مرستې رسولی شي.
 
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي دي چې دې مسئلې د افغانانو اندیښنه او مایوسي لا پسې ژوره کړې ده.
 
دغه بنسټ په افغانستان کې د «ناورین» د مخنیوي لپاره د خوراکي توکو د مرستو دوام یوه اړین ګڼلې او په دې برخه کې یې د وخت د ضایع کیدو خبرداری ورکړی.
 
سږ کال نړیوالو سازمانونو په وار وار خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې زیانمنو شویو خلکو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره د بودیجې د کمښت له امله به ناوړه پایلې ولري.
 
د ملګرو ملتونو د ادارې د شمېرو له مخې په افغانستان کې ۲۹.۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او په دغه هېواد کې بشري وضعیت مخ په خرابېدو دی.
 
https://avapress.com/vdcd590xkyt05f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته