کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوړو نړیوال پروګرام:

د بودیجې د کمښت له امله په افغانستان کې لس میلیونه خلک د مرستو له ترلاسه کولو بې برخې دي

14 سنبله 1402 ساعت 14:40

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د بودیجې د پراخو خنډونو له امله سږ کال په افغانستان کې له لسو میلیونو خلکو سره د "ژوند ژغورونکې مرستې" کمولو ته اړ شوی دی.


آوا - کابل: نن (سه شنبه،۱۴ سنبله) دغې موسسې په ایکس پاڼه کې یو پوسټ خپور کړی او لیکلي یې دي چې د بودیجې د پرله پسې کمښت له امله یوازې له هرو پنځو اړو څخه یوه ته بیړنۍ مرستې رسولی شي.
 
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي دي چې دې مسئلې د افغانانو اندیښنه او مایوسي لا پسې ژوره کړې ده.
 
دغه بنسټ په افغانستان کې د «ناورین» د مخنیوي لپاره د خوراکي توکو د مرستو دوام یوه اړین ګڼلې او په دې برخه کې یې د وخت د ضایع کیدو خبرداری ورکړی.
 
سږ کال نړیوالو سازمانونو په وار وار خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې زیانمنو شویو خلکو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره د بودیجې د کمښت له امله به ناوړه پایلې ولري.
 
د ملګرو ملتونو د ادارې د شمېرو له مخې په افغانستان کې ۲۹.۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او په دغه هېواد کې بشري وضعیت مخ په خرابېدو دی.
 


د مطلب کود: 276175

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276175/د-بودیجې-کمښت-له-امله-په-افغانستان-کې-لس-میلیونه-خلک-مرستو-ترلاسه-کولو-بې-برخې-دي

آوا
  https://www.avapress.com