دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۳۶
د مطلب کود : 276139
د بشري مرستو د ویش په بهیر کې هیڅ ډول مداخله نه ده شوې
د اسلامي امارت ویاند په هیواد کې د بشري مرستو د ویش په بهیر کې د لاسوهنې ادعاوې ردوي او وايي چې مرستندویه موسسو د بودیجې د کمښت له امله خپلې مرستې کمې کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د امنیت شورا د راپور په غبرګون کې وايي چې سرپرست حکومت یوازې د مرستندویه ادارو امنیت تامینوي او په داخلي چارو کې لاسوهنه نه کوي.
 
ښاغلي مجاهد ټینګار کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت د هیڅ بنسټ په چارو کې لاسوهنه نه کوي، ترڅو د دوی چارې ګډوډې کړي، یوازې مکلف دي چې د دوی امنیت تامین کړي.
 
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري هم په دې اړه رسنیو ته ویلي دي چې له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو له مرستندویه بنسټونو زموږ غوښتنه دا ده چې په بشري او پرمختیايي مرستو کې سیاسي مسایل په پام کې ونه نیسي.
 
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې د بشري مرستو ۵۶ پروګرامونه د اسلامي امارت د مداخلې له امله بند شوي دي.
 
په راپور کې راغلي چې د اسلامي امارت تګلارې او کړنې په افغانستان کې د بشري ناورین د حل لپاره هڅې پېچلې کړي دي.
 
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر له افغانستان سره د خپلو مرستو د کمېدو لامل د بودیجې نشتوالی بولي او ټینګار کوي چې سږ کال یې یوازې ۲۵ سلنه پیسې تر لاسه کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcds90xnyt05f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته