افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د والي ویاند مولوي نثار احمد الیاس وايي، چې د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د هرات له والي او د بېلابېلو ادارو له مسؤلینو سره وکتل.
د هغه په وينا، د ښاغلي مجاهد د سفر موخه د ټولنې له بېلابېلو طبقو سره ليدنه ده.
باید وویل شي چې دا هرات ته د اسلامي امارت د ویاند لومړی سفر دی.