دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۹
د مطلب کود : 276104
په لوګر کې له څه د پاسه ٢٥٠٠ کورنيو سره نغدي مرسته ووېشل شوه
د لوګر ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکزي سیمو کې پر ۲۴۹۰ اړمنو کورنیو نغدي مرستې وویشل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، چې د دغه وزارت د لوګر ولایت د مرکز اړوند سیمو کې پر ۲۴۹۰ اړمنو کورنیو نغدي مرستې وویشل شوې.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د خوراک نړيوال سازمان (WFP) نغدي مرسته د دغه ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست تر چتر لاندې د کليو د پراختيا او هوساینې لپاره د اقدام موسسي په تخنيکي همکارۍ پيل شوې ده.
 
د کلیو پراختیا وزارت زیاته کړې، چې په دې پړاو کې هرې راجستر شوې کورنۍ ته ۳۲۰۰ افغانۍ نغدې پیسې وویشل شوې.
 
باید وویل شي، چې په اوسنیو حالاتو کې د اړمنو کسانو لپاره د ملي او نړیوالو موسسو مرستې حیاتي ګڼل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcfxvd0jw6deya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته