کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لوګر کې له څه د پاسه ٢٥٠٠ کورنيو سره نغدي مرسته ووېشل شوه

13 سنبله 1402 ساعت 9:59

د لوګر ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکزي سیمو کې پر ۲۴۹۰ اړمنو کورنیو نغدي مرستې وویشل شوې.


آوا - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، چې د دغه وزارت د لوګر ولایت د مرکز اړوند سیمو کې پر ۲۴۹۰ اړمنو کورنیو نغدي مرستې وویشل شوې.
 
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د خوراک نړيوال سازمان (WFP) نغدي مرسته د دغه ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست تر چتر لاندې د کليو د پراختيا او هوساینې لپاره د اقدام موسسي په تخنيکي همکارۍ پيل شوې ده.
 
د کلیو پراختیا وزارت زیاته کړې، چې په دې پړاو کې هرې راجستر شوې کورنۍ ته ۳۲۰۰ افغانۍ نغدې پیسې وویشل شوې.
 
باید وویل شي، چې په اوسنیو حالاتو کې د اړمنو کسانو لپاره د ملي او نړیوالو موسسو مرستې حیاتي ګڼل کېږي.
 


د مطلب کود: 276104

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276104/په-لوګر-کې-له-څه-د-پاسه-٢٥٠٠-کورنيو-سره-نغدي-مرسته-ووېشل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com