دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۵
د مطلب کود : 275992
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا د بنګله دېش له لوبډلې سره مخامخ کېږي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د اسیا د کرکټ د سیالیو په لړ کې سبا (یکشنبه، ۱۲ سنبله) په پاکستان کې د بنګله دېش له لوبډلې سره لوبه کوي.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله راتلونکې لوبه د سپټمبر میاشتې په پنځمه نېټه له سریلانکا سره کوي.
 
همدا راز نن (شنبه، سنبله ۱۱) د پاکستان او هند لوبډلې په سریلانکا کې سیالۍ کوي.
 
په دې ټورنمنټ کې چې د اګست په ۳۰مه پیل شوې، شپږ لوبډلې برخه اخلي.
 
دا لوبې د پاکستان او سریلانکا په ګډه کوربه توب کېږي او د سپټمبر تر ۱۷مې به دوام وکړي.
 
https://avapress.com/vdcjhie88uqeahz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته