کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا د بنګله دېش له لوبډلې سره مخامخ کېږي

11 سنبله 1402 ساعت 11:15

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د اسیا د کرکټ د سیالیو په لړ کې سبا (یکشنبه، ۱۲ سنبله) په پاکستان کې د بنګله دېش له لوبډلې سره لوبه کوي.


آوا: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله راتلونکې لوبه د سپټمبر میاشتې په پنځمه نېټه له سریلانکا سره کوي.
 
همدا راز نن (شنبه، سنبله ۱۱) د پاکستان او هند لوبډلې په سریلانکا کې سیالۍ کوي.
 
په دې ټورنمنټ کې چې د اګست په ۳۰مه پیل شوې، شپږ لوبډلې برخه اخلي.
 
دا لوبې د پاکستان او سریلانکا په ګډه کوربه توب کېږي او د سپټمبر تر ۱۷مې به دوام وکړي.
 


د مطلب کود: 275992

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275992/د-افغانستان-کرکټ-ملي-لوبډله-سبا-بنګله-دېش-له-لوبډلې-سره-مخامخ-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com