دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۵
د مطلب کود : 275967
له پاکستانه سلګونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شول
په كندهار كې د اسلامي امارت د كډوالو او راستنېدونکو چارو رياست چارواكي وايي، چې د سپين بولدك له لارې سلګونه افغان كډوال او يو سل شپاړس بنديان د پاكستان له زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شول.
افغان غږ خبری آژانس: د چارواکو په وینا اکثره بندیان په پاکستان کې د اوسیدو د اسنادو د نشتوالي له امله بندیان وو او د اسلامي امارت د ډیپلوماتیکو هڅو په پایله کې خوشي شول.
 
د کندهار د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو ریاست چارواکي وايي، په تېره یوه اوونۍ کې ۱۲۶۹ افغان کډوال له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي دي.
 
چارواکو هم له پاکستانه د یو سل شپاړسو افغان بندیانو د خوشي کېدو خبر ورکړی دی.
 
د اسلامي امارت په جوړیدو او په ټول هیواد کې د امنیت په تامین سره خپلو ځمکو ته د افغانانو د راستنیدو بهیر زیات شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcb0sb5zrhbz9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته