کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له پاکستانه سلګونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

11 سنبله 1402 ساعت 8:55

په كندهار كې د اسلامي امارت د كډوالو او راستنېدونکو چارو رياست چارواكي وايي، چې د سپين بولدك له لارې سلګونه افغان كډوال او يو سل شپاړس بنديان د پاكستان له زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شول.


آوا: د چارواکو په وینا اکثره بندیان په پاکستان کې د اوسیدو د اسنادو د نشتوالي له امله بندیان وو او د اسلامي امارت د ډیپلوماتیکو هڅو په پایله کې خوشي شول.
 
د کندهار د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو ریاست چارواکي وايي، په تېره یوه اوونۍ کې ۱۲۶۹ افغان کډوال له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي دي.
 
چارواکو هم له پاکستانه د یو سل شپاړسو افغان بندیانو د خوشي کېدو خبر ورکړی دی.
 
د اسلامي امارت په جوړیدو او په ټول هیواد کې د امنیت په تامین سره خپلو ځمکو ته د افغانانو د راستنیدو بهیر زیات شوی دی.
 


د مطلب کود: 275967

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/275967/له-پاکستانه-سلګونه-افغان-کډوال-هېواد-ته-راستانه-شول

آوا
  https://www.avapress.com