دخپریدو نیټه :جمعه ۱۰ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۹
د مطلب کود : 275944
په دایکندي کې د پنځو زیربنایي پروژو د جوړولو کار پیل شو
په دايکنډي کې د استنادي دېوال، د سيلابونو د کنټرول، د اوبو د زېرمه کولو او د بند جوړولو په ګډون د پنځو بنسټيزو پروژو د جوړولو چارې پيل شوې.
افغان غږ خبری آژانس: ویل شوي، چې د دغو پروژو په عملي کېدو سره به سلګونه جریبه کرنیزو ځمکو ته د اوبو رسولو ترڅنګ لسګونه کورونه هم د سېلابونو له خطر څخه خوندي شي.
 
د باختر آژانس دخبرله مخې: د دايکنډي د اقتصاد رييس محمدالله اقبال وويل چې د دغو پروژو د عملي کولو لپاره د ملګرو ملتو پراختيايي اداره څه دپاسه يوولس مليونه افغانۍ لګښت لري او د دغو پروژو کار به په شپږو مياشتو کې بشپړ شي.
 
ویل شوي، چې دغه پروژې به د دایکندي په مرکز او استرلي ولسوالیو کې جوړې شي.
https://avapress.com/vdcgtn9xtak9uy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته